Image

د ملي پوهنتون رئیس او د ملي کنفرانس د رهبري بورډ غړو د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره وليدل.

د ملي پوهنتون رئیس، پوهندوی خالد احمد حبیب، د «په افغانستان کې د درملو منطقي استعمال او راتلونکي لیدلوري» تر عنوان لاندې د ملي علمي ـ څېړنیز کنفرانس د رهبري بورډ د غړو په ملتیا د اطلاعاتو او کلتور له وزیر، شیخ شيراحمد حقاني سره وليدل.

په دې ناسته کې د کنفرانس علمي موخې، د عامه پوهاوي په لوړولو کې د کنفرانس رول، د څېړنو ارزښت او د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د علمي نوښتونو پر اهميت خبرې وشوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د یاد کنفرانس د علمي نوښت هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد په کچه داسې علمي کنفرانسونه د علم، فرهنګ او پالیسۍ ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې اغېزناک رول لري. نوموړي د وزارت له لوري د دې کنفرانس د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;