Image

د ملي پوهنتون رییس د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره وکتل.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندېکولو مرستيال، مولوي عبدالولي حقاني، د معنیت تخنیکي مشاور ډاکتر هدایت‌الله اوریاخېل، د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول عمومي رییس ډاکتر حیدرخان حیدر، د عامې روغتیا وزارت متخصص ډاکتر شریف احمد حبیب احمدزي او د کوچیانو د روغتیايي خدمتونو رییس صلاح‌الدین صالح هم ګډون درلود.

 د ناستې پر مهال د ملي علمي ـ څېړنیز کنفرانس «په افغانستان کې د درملو منطقي استعمال او راتلونکی لیدلوری» د ترسره کېدو په اړه هر اړخیز بحث وشو، په ځانګړې توګه د کنفرانس په علمي محتوا کې د عامې روغتیا وزارت د ونډې، د روغتیايي متخصصینو د ګډون، د علمي پنلونو د بډاینې، اداري همغږۍ او د درملو د معقول استعمال د مسلکي معیارونو د پليکېدو موضوعات وڅېړل شول.

 د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د ملي پوهنتون له لوري د دغه علمي کنفرانس د چمتووالي بهير وستايه او د کنفرانس د علمي او مسلکي ارزښت پر اهمیت یې ټینګار وکړ، دوی د کنفرانس د برياليتوب په برخه کې د تخنیکي، علمي او مسلکي همکاريو ډاډ هم ورکړ.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;