Image

د درملو د منطقي کارونې او راتلونکي ليدلوري په تړاو، علمي ـ څېړنيز کنفرانس پای ته ورسېد.

نن تر غرمې وروسته، د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ياد کنفرانس وروستۍ ورځ په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې د ملي پوهنتون پر بنسټګر، عيارالحق شمس سربېره، يو شمېر مخورو شخصيتونو، د پوهنتونونو رييسانو او استادانو، څېړونکو او ګڼو اکاډميکو څېرو په‌کې ګډون لاره.

 د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب په خپله وينا کې د کنفرانس د جوړولو پر اړتيا خبرې وکړې، نوموړي څرګنده کړه، چې په اوسنيو شرايطو کې د درملو په تړاو دغه شان يوې علمي برنامې ته سخته اړتيا محسوسېده، نو ځکه خو پيې په ټول توان دا کنفرانس د اختتام تر بريده بريالۍ کړه، نوموړي په دې ترڅ کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لارښوونو او لاسنيوي هم مننه وکړه، چې په خپلې همکارۍ يې ډېر ناشوني، ممکن کړل، ښاغلي حبيب د ټولو ښکېلو لوريو او حکمي او حقيقي شخصيتونو د همکارۍ يادونه او قدرداني هم وکړه، همدا راز يې د پوهنتون هغه ژمنتيا تازه کړه چې په راتلونکي کې به هم، د خپلو مسووليتونو له مخې د علمي او څېړنيزو پروګرامونو له لارې، د ټولنې بنسټيزو اړتياوو ته ځواب وايي.

 ورپسې د ملي پوهنتون د علمي چارو مرستيال، محمد حنيف معاذ د کنفرانس ۱۶ ماده‌ييز پرېکړه‌ليک واوراوه، د پرېکړه‌ليک په يوه برخه کې د کنفرانس په اړه د وړانديزونو د چاپ‌شوې ټولګې يادونه هم شوې وه، چې  له اړوندو وزارتونو او ادارو  غوښتل شوي وو،  تر څو دا وړانديزونه په عملي توګه د خپلو پالېسيو برخه وګرځوي.

 د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل په خپله وينا کې د درملو پر کيفيت، په‌دې برخه کې د پانګوالو پر رول او د روغتيايي سکتور د مسووليتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې بې له ګډ کار او روښانه معيارونو، د درملو د ستونزو حل ناشونی دی، نوموړي هيله وښوده، چې د دې کنفرانس  غوښتنې د حکومت په اډانه کې د پالېسۍ او تګلارې برخه شي او په ټوله کې يې اغېزناکه پايلې برسېره شي.

 د کنفرانس په پای کې، د بريالي ترسراوي په پار د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري يو شمېر مسوولينو ته ستاينليکونه او د علمي مقالو وړاندې‌کوونکو ته تصديق‌پاڼې ووېشل شوې.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;