د کنفرانس د بريا تر شا، د غوره کارکوونکو ستاينه
د درملو د منطقي
کارونې او راتلونکي ليدلوري تر عنوان لاندې د جوړ شوي ملي علمي ـ څېړنيز کنفرانس
له بريالي پای وروسته، د کنفرانس د تنظيم، تطبيق او ښې همغږۍ په بهير کې د ښکېلو
کارکوونکو د مننې او ستاينې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد
حبيب وينا وکړه او د کنفرانس علمي مستوا، تنظيم او د استادانو، علمي څېړونکو او
کارکوونکو ګډې هڅې يې د ستاينې وړ وبللې، نوموړي ټينګار وکړ چې د همکارانو غوره
مديريت وښوده، چې دوی تر دې د لوړې کچې برنامې په ښه ډول د مديريت کولو ظرفيت لري،
نوموړي له علمي او اداري کارکوونکو او همدا راز له هغو محصلانو هم مننه وکړه، چې د
کنفرانس د مديريت او دسپلين په برخه کې يې له ځانه ښه کارکردګي ښودلې وه.
د علمي چارو
مرستيال محمد حنیف معاذ په خپله وينا کې د کنفرانس د برياليتوب تر شا د ګډ کار اصل
ته اشاره وکړه او د کارکوونکو منظم کار، ژمنتيا او همکاري يې وستايله.
وروسته د ټولو همکارانو د ګډ کار د ثمرې په توګه،
هغه تنديس هم نندارې ته وړاندې شو، چې د مطلوبې پايلې له ترلاسلو وروسته، د لوړو
زدکړو وزارت ملي پوهنتون ته ډالۍ کړۍ و.
د غونډې په پای کې هغه علمي او اداري کارکوونکي او
محصلان، چې د کنفرانس د برياليتوب لپاره يې پر وخت او له اخلاصه کار کړی و، د
ستاينليکونو په ورکړه ونازول شول، موخه دا وه چې هم د هغوی هڅې وستايل شي او هم د
راتلونکو علمي پروګرامونو لپاره له ذهني اړخه لا نور چمتو شي.





