Image

د فرهنګي کمېټې مياشتنۍ ناسته وشوه.

د ملي پوهنتون د فرهنګي، نشراتي او سپورتي کمېټې مياشتنۍ ناسته د محصلانو چارو د مرستيال، ښاغلي منصور نيازي تر مشرۍ لاندې وشو.

 د ناستې په پيل کې د تېرې مياشتې پرېکړو د تطبيق څرنګوالی وڅېړل شو او پر هغو موضوعاتو بحث وشو، چې لا هم د پلي کېدو په پړاو کې دي، همدارنګه، له موسسې څخه پوهنتون ته د نوم په رسمي بدلون سره، د يو شمېر نشراتي توکو د بياچاپ اړتيا هم مطرح شوه او ټينګار وشو، چې دا برخه دې ژر تر ژره نهايي شي.

 د ناستې ګډون‌والو د محصلانو تر منځ د فوټسال د سياليو د پيل په اړه هم خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې دا سيالۍ به د راروانې اوونۍ په اوږدو کې پيل شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;