Image

امنا هیئت: ملي پوهنتون له نوي لیدلوري سره ډېر ښه لوري ته روان دی او راتلونکي یې ډېره روښانه ښکاري.

د ملي پوهنتون د امنا هیئت په خپله نوبتي رسمي ناسته کې د ملي پوهنتون د رهبري او کارکوونکو د ترسره کړیو کارونو د راپور اورېدلو او اسنادو له کتلو وروسته پرېکړه وکړه چې له روانو چارو، وضعیت او پلانونو څخه د پوهنتون روښانه راتلونکې او پرمختگ له ورایه ښکاري او د پوهنتون مؤسس دې د رهبري له خوا پلان شوو چارو او لیدلوري ملاتړ وکړي، چې په پایله کې به یې پوهنتون د هیواد او سیمې په کچه د یوه معتبر پوهنتون په توگه خپله جایگاه لا لوړه او ښه مقام به تر لاسه کړي.

 د ملي پوهنتون د امنا هیئت شوری چې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو مطابق اوږدمهال وروسته کېږي، د پوهنتون د حقوقي او ټولنیزو چارو سلاکار مولوي سعیدالرحمن احساس له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او دعا وشوه چې د ناستې گډونوالو ته دې الله ج د پوهنتون او هیواد لپاره د ښو او گټورو پرېکړو توفیق ورکړي.

دې ناستې ته د ملي پوهنتون مؤسس الحاج قاري عیارالحق شمس په خپله وینا کې د امنا هیئت غړو ته د ښه راغلاست تر څنگ د پوهنتون له مشرتابه سره د هر ډول ملاتړ ژمنه تازه کړه او ویې ویل، چې د پوهنتون مشرتابه او ټول کاري ټیم دې د امنا هیئت د سپارښتنو سره سم د پخوا په شان اخلاص ته دوام ورکړي او موږ به یې له ټولو هغو پلانونو چې دوی یې د پوهنتون د ابادي او پرمختگ لپاره لري، هر ډول ملاتړ ته تر وروستي حد پورې دوام ورکړو.

د ملي پوهنتون رییس پوهندوی خالد احمد حبیب د امنا هیئت له همیشنیو سپارښتنو، مشورو او رغنده نظریاتو څخه مننه وکړه، چې پر مټ یې پوهنتون تر دې ځایه رسېدلی او په سختو حالاتو کې یې ستړی مزل کړی او وضعیت یې داسې ساتلی چې اوس یې هره ورځ د پرمختگ شاهدان یو.

ښاغلي حبیب په خپلو خبرو کې د پوهنتون له پخوانۍ رهبري مننه وکړه چې پوهنتون یې د مؤسس او امنا هیئت له لیدلوري سره سم په سخت وضعیت کې روان ساتلی او د کرونا بدمرغې څپې څخه بیا تر سیاسي تحولاتو ټولو ستونزو ته نه دي تسلیم شوي او ورځ تر بلې یې د سیستم د تقویې هڅه کړې ده.

د پوهنتون رییس د خپلې وینا پر مهال د پوهنتون د تېر او روان کال په چارو، لاسته راوړنو، فرصتونو، خنډونو، قوي او ضعیفو نقطو خبرې وکړې، جامع او مستند راپور یې وړاندې کړ، چې د غونډې په پای کې د امنا هیئت د غړو او مشرتابه له لارې ترسره شوې چارې وستایل شوې او د پوهنتون له ټولو مسوولینو او کاري ټیم څخه مننه وشوه چې په پوره اخلاص یې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

د امنا هیئت د پوهنتون مشرتابه له خوا وړاندې شوی راپور، اسناد، د پوهنتون نوې لوگو، د پوهنتون د لیسانس او ماستري نوې علمي برنامې، د پوهنتون زیربنا پراختیا، ملي علمي - څېړنیز کنفرانس، د فیسونو او تخفییفونو کړنلاره، ستراتيژي، بودیجه، د استخدام کړنلاره، تشکیلات، نوي لیدلوري، پلانونه  او د اجنډا مطابق اړین اسناد تاید شول، وړاندیزونه یې ومنل شول او خپلې رغنده سپارښتنې یې د پوهنتون مشرتابه ته وسپارلې چې په راتلونکې کې به په پام کې ونیول شي او په پایله کې به یې دا پوهنتون د خپل پرمختگ روان بهیر لا گړندی کړای شي.

غونډه پوهندوی مولوي سعیدالرحمن احساس له خوا د هیواد، پوهنتون او سیستم د لا پراختیا، پرمختگ، په خپلو پښو درېدلو او ودې لپاره د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;