ننګرهار کې د انتيبیوتیکو د ناسمې کارونې، مایکروب ضد مقاومت د پراخېدو او ممکنه حل لارو ارزونه
کلیدي کلیمې: انتي بیوتیکونه، درملو ناسمه کارونه، مایکروب ضد مقاومت، حل لارې.
امان الله اسلمي
لنډیز
د انتيبیوتیکو ناسمه کارونه او د مایکروبضد مقاومت پراختیا د نړیوالې روغتیا لپاره یو له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده، چې د ناروغانو درملنه کمزوري کوي او د روغتیايي سیستم پر مالي او اداري بنسټونو هر اړخیز فشار راوړي. سره له دې، په ننګرهار ولایت کې لاهم د انتيبیوتیکو د ناسمې کارونې کچه، د خلکو د پوهاوي وضعیت، د مقاومت د پراختیا عواملو او د مخنیوي د موجوده میکانېزمونو په اړه کره معلومات محدود دي. دا څېړنه په محلي کچه د انتيبیوتیکو د ناسمه کارونې وضعیت، د مایکروبضد مقاومت نښې او د مخنیوي ممکنه حل لارې ارزوي، چې د روغتیايي پالیسۍ، عامه پوهاوي او مخنیوي نوښتونو لپاره عملي او علمي ارزښت لري. د څېړنې بنسټیزه موخه د ننګرهار په کچه د انتيبیوتیکو د ناسمې کارونې کچه، د مایکروبضد مقاومت د پراختیا او د حل لارو د اغېزمنتیا ارزونه ده. د څېړنې اساسي پوښتنه دا د، چې په ننګرهار ولایت کې د انتيبیوتیکو د ناسمه کارونې کچه څومره ده او کوم عوامل د مایکروبضد مقاومت د پراختیا سبب ګرځي؟ څېړنه د قضیې مطالعې په ډیزاین او کمي طریقې ولاړه ده. د کوکران د فرمول له مخې ۳۸۴ ګډونوال د هدفیز انتخاب په وسیله غوره شول. معلومات د لیکرت سکیل پر بنسټ د ګوګل پوښتنلیک له لارې راټول شول او د SPSS (نسخه 25) په مرسته د فریکونسۍ او سلنې له لارې تحلیل شول. موندنې ښيي، چې اکثریت ګډونوال ځوانان (۵۷٪)، نارینه (۸۹.۶٪)، لوړې زدهکړې لرونکي (۸۴.۶٪) او د ښار اوسېدونکي (۸۰.۵٪) وو. ګډونوالو د ناسمې کارونې خطرونه جدي بللي او د حل لارو په توګه یې د نسخې لازمي کول، عامه پوهاوی، د حکومت سخت نظارت او د روغتیايي کارکوونکو دوامداره روزنه ډېرې اغېزمنې ګڼلې دي.