د کابل په ملي پوهنتون کې د انتي بیوتیکونو او انتي بیوتیکونو پر وړاندې د مقاومت په اړه د محصلینو پوهه، چلند او کړنې
کلیدي کلیمې: انتي بیوتیکونه، انتي مایکروبي درملنه، پوهه، زده کړه، مقاومت، محصلین، ملي پوهنتون.
محمد صادق حلیمزی
لنډیز
د انتي بیوتیکو غیرمناسب او نا منطقي استعمال دانتي بیوتیکو پر وړاندي د مقاومت لامل شوی، چې دا پديده اوس مهال دعامې روغتیا یوه نړیواله ستونزه ګڼل کیږي. په ملي پوهنتون کې دمعالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د زده کړیالانو ترمنځ یوه مقطعي سروې د انلاین پوښتنلیک پربنسټ ترسره شوه، چې پکې د دوی دانتي بیوتیکونو داستعمال او دمقاومت په اړه پوهه، چلند او عمل (KAP ) د پنځه ګوني Likert سکېل په مرسته وارزول شو، چې ځوابونه یې دموافقت نه تر غیري موافقت پورې وو، دهمېشه نه تر هیڅکله پورې وو. راټول شوي معلومات د SPSS اوEXEL پواسطه په احصایوي شکل تحلیل شو. دټولو ګډونوالو(291 ) له جملې 281 (96.6%) تنو موافق وو چې انتي بیوتیکونه دبکتریایې انتاناتو دتداوي لپاره موثر درمل دي، خو پاتې 10(3.4%) تنه له دې نظر سره موافق نه وو. چې له دې نظر سره دموافق او غیري موافق ګډونوالو ترمنځ لوړ توپیرموجود وو. همدارنګه 273(93.8%) تنو د انتي بیوتیکو دمقاومت په اړه اورېدلی وو په داسې حال کې چې 18(6.2%) تنو دانتي بیوتیک پر وړاندې دبکتریاو مقاومت په اړه معلومات نه درلودل، چې د دواړو ترمنځ توپير87.6% وو معنې زیاته برخه دګډونوالو دانتي بیوتیک مقاومت په اړه پوهه درلوله. همدارنګه 173(59.5%) تنو ویلي وو چې انتي بیوتیکونه د ډاکټر دنسخې څخه پرته په درملتونونو او دوا جوړونې په فابریکو کې هم ترلاسه کېږي، په داسې حال کې چې 116(39.9%) تنه له دې نظر سره موافق نه وو، چې د واړو نظرونو ترمنځ توپیر 19.6% وو یعنې د ګډونوالو زیاته برخه موافق وو چې، انتي بیوتیکونه د ډاکتر له نسخې پرته په درملتونونو او دوا جوړونې په فابریکو کې هم ترلاسه کېدای شي. زموږ څېړنې دا څرګنده کړه چې ډېری محصلین دانتي بیوتیکونو او دانتي بیوتیک په مقابل کې دبکتریاوو مقاومت په اړه ښه معلومات لري. خو بیا هم لا زیاتې روزنې ته اړتیا شته چې دهغوی پوهه او درک لا نور هم لوړ کړي، او همدارنګه دانتي بیوتیک مقاومت په اړه دهغوی درک او د انتي بیوتیک کارونې په لور چلند ښه کړي.