د افغانستان په لښکرګاه کې د درملو د عقلاني کارونې په اړه د مسلکي روغتیا پاملرنې کارمندانو پوهه، چلند او کړنې
کلیدي ټکي: انتاني مقاومت، درملو خوندیتوب، د دواګانو سم تطبیق، روغتیايي کارکوونکي، ناروغانو لارښوونه
عبدالباري هجران
لنډیز
د درملو معقولi کارول (RMU) د اغیزمنو روغتیايي سیستمونو یوه بنسټیزه برخه ده، چي دا ډاډمنوي چې ناروغان د مناسبو درملو، په سمه اندازه، په مناسب وخت او د منلو وړ لګښت سره ترلاسه کوي او خطر یې لږ دی. د RMU هر ډول انحراف کولی سي د درملو منفي غبرګونونه، د ضد میکروبي مقاومت، او د روغتیايي لګښتونو زیاتوالی رامنځته کړي، چي په ځانګړي توګه په کم سرچینو لرونکو ځایونو لکه افغانستان کي شدیدې ستونزې جوړوي. له دې امله، دا څیړنه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په روغتیایي مرکزونو کي د مسلکي روغتیايي کارکوونکو (HCWs) د RMU په اړه د پوهې، چلند او کړنو (KAP) د معلومولو لپاره ترسره سوه، د کلینیکي کړنو، د لارښوونو رعایت، د محسوسو خنډونو، او د هغو د ښه کولو په اړه د هغوی نظرونو ارزونې له لارې. یو عرضي سروې د ۲۰۲۵ کال د جون تر اګست میاشتې پورې په اوو خصوصي روغتونونو او یو دولتي کلینیک کي ترسره سوه. یو جوړښت سوی ۲۰ پوښتنې لرونکی پوښتنلیک د ۱۳۶ روغتیايي کارکوونکو (ډاکټر، فارماسستان، نرسان، او نور مسلکي پرسونل) ته ورکړل سو، چي د غوره استازولي لپاره د طبقه بندي سوي تصادفي نمونې اخیستنې له لارې غوره سوي وو. ټولنیزې-ډیموګرافیکي فکتورونه د خپلواک متغیرونو په توګه تحلیل سوي، پداسې حال کي چي د RMU په اړه پوهه، چلند او کړنې د تابع متغیرونو په توګه ګنل سوي. معلومات د SPSS ۲۶ ګڼې احصایوي سافټویر په مرسته تحلیل سول. موندنې ښيي چي روغتیايي کارکوونکي مسلکي ژمنتیا لري: د هغوی یوه لویه برخه (۷۳.۵ ٪) تل ناروغانو ته مشوره ورکوله، ۸۹ ٪ د نسخې ورکولو لارښوونې په دوامداره توګه تعقیبولې، او ۸۳.۸ ٪خپل علمي معلومات په منظمه توګه نوي کول. په هرصورت، د کارکوونکو یوه برخه (۶۱ ٪) د روزنې نشتوالي، ۴۵.۵ ٪ د جعلي درملو شتون، او ۶۸.۴ ٪ د زیات کار فشار د مهمو خنډونو په توګه یاد کړل. یو مثبت اړخ دا وو چې ډیری کارکوونکو (۸۵.۹ ٪) د ناروغانو روزنه مؤثره وبلله، او ۸۶.۸ ٪ د معیاري درملنې پروتوکولونو ملاتړ وکړ چې د ناروغانو خوندیتوب زیات شي. دا څیړنه په لښکرګاه کي د RMU کړنې روښانه کوي او د روزنې، پالیسۍ اصلاح، او د سیسټم په کچه د اقداماتو لپاره بنسټیز ملاتړ برابروي، ترڅو د درملو معقول نسخه لیکنه او اداره یې پیاوړې سي.