د درملو د منطقي او غیر منطقي کارونې ترمنځ توپيرونه: ستونزي او حل لارې
کلیدي کلمې: حل لارې، درملو منطقي کارونه، ستونزي، غير منطقي کارونه
صفي الله محبت
لنډیز
درمل د روغتيايي پاملرنې يو بنسټيز او حياتي رکن بلل کېږي، ځکه چې د ناروغيو په تشخيص، مخنيوي او درملنه کې مهم رول لري. د درملو منطقي کارونه د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو، د ناروغانو د خونديتوب د تضمين او د مالي سرچينو د اغېزمن استعمال لپاره اړينه ده. له بلې خوا، د درملو غيرمنطقي کارونه د روغتيايي نظام يو جدي ننګونه ده، ځکه څېړنې څرګندوي چې له نيمايي زيات درمل يا خو په ناسم ډول توصيه کېږي، يا ناسمې اندازې کې وېشل کېږي، او يا هم ناروغان يې په سمه توګه نه کاروي. په دې مقاله کې د درملو د منطقي کارونې او غيرمنطقي کارونې مفاهيم د نړيوال روغتيا سازمان او د نړيوال بانک د تعريفونو پر بنسټ تشريح شوي دي. همدارنګه، د اساسي درملو د لېست اهميت، د هغې د تطبیق اړتيا، او د درملو د منطقي کارونې د بنسټيزو اصولو ارزښت تحليل شوی دی. د غيرمنطقي کارونې اصلي عوامل، لکه د روغتيايي نظام کمزوري، د روغتيايي کارکوونکو مسلکي کمزوري، د ناروغانو د پوهاوي ټيټوالی، د درملو د صنعت سوداګريز اغېز، او د نسخو ليکونکو ناسم چلند څېړل شوي دي. همدارنګه، د غيرمنطقي کارونې منفي اغېزې، لکه د انټيمايکروبي مقاومت زياتوالی، د درملو اړخيزې اغېزې، د ناروغانو د درملنې ناکامي او د اقتصادي سرچينو ضايع کېدل، په علمي ډول تشريح شوي دي. د مقالې موخه دا ده چې د درملو د منطقي کارونې د هڅونې لپاره علمي، مسلکي او عملي لارې چارې وړاندې کړي، چې د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړ، د ناروغانو هوساينه زياته، او د ټولنې د روغتيايي نظام موثريت تضمين شي.