د کندهار ښار په وګړو کي د نسخې پرته د درملو د استعمال کچه او اړوند فکټورونه
کلیدي کلمې: نسخه، درملتون ، انټی بیوتیک ، انلجیزیک ، د معدی ناروغي ، سردردي، د ډاکټر فیس
عطاءالرحمن آرین
لنډيز
په نړیواله کچه او په غریبو هیوادو کي په ځانګړي ډول په افغانستان کي د بې نسخې درملو څخه ډیره ګټه اخیستل کیږي. د روغتیا نړیوال سازمان د نسخې پرته درملني تعریف داسي کوي، چي شخص د تشخیص، تجویز یا درملني لپاره په خپل ځان تکیه کوي. دا څیړنه د تشریحي مقطعي ډیزان له مخي ترسره سوې او معلومات یې د مخکي جوړ سوي او تائید سوي دي. معلومات د پوښتنپاڼې له لاري د ۴۰۱ ګډونوالو څخه را ټول سول. د څیړني موندني ښیي چي ۲۸۵(۷۱.۱٪) کسانو په تیرو دریو میاشتو کي د نسخې پرته درمل کارولي دي . نږدې نیمایي ګډونوالو د ځاني درملني له زیانونو څخه نا خبر وو. پدې څیړنه کې چي ۶۹،۸٪ ګدونوالو درمل د درملتون څخه ترلاسه کړي وو. ۱۸،۵٪ خلکو د داکټر د فیس لوړوالی د خپل سري درملو کارونې لامل په ګوته کړی دی. ددې څیړني موندني دا ښیي چي انفرادي ډول تر ټولو زیات د سردرد او معدې د ستونزو لپاره درمل کارسوي دي. تر ټولو زیات کارول سوي درمل پراسټامول او انټي بیوټیک دي. په تیرو دریو میاشتوکي ۳۵،۲٪ ګډونوالو کله کله، ۲۳،۹٪ ډیر ځله، ۱۲٪ یوځل او ۲۸،۹٪ هیڅلکه بې نسخې درمل ندي کارولي. د څیړني موندنې دا څرګندوي چي د نسخې پرته درمل کارولو اړوند پوهاوي کچه ټیټه ده، درملتونونه بې نسخې خلکو ته درمل ورکوي، او خلک د ډاکټر دفیس د ډیر والي له امله بې نسخې درمل اخلي، د نسخې پرته پراسټامول او انټي بیوټیکونه او د درد او د معدې دستونزو درملنې لپاره ډیر کاریږي، ښاري خلک د نسخې پرته درمل ډیر کاروي. نو ددې لپاره چی د بې نخسو درملو د کارولو کچه راکښته کړو سپارښتنه کیږي چي د خلکو د پوهاوي لپاره بیلابیل د پوهاوي پروګرامونه جوړ سي. درملتونونو ته سپارښتنه کیږی چی د نخسي پرته درمل تجویز نه کړي، د سردردي او د معدې د ستونزو لپاره اصلي لامل وموندل سي او د انټی بیوتیکو سره د مقاومت په موضوع باندی د درملتونونو کارمندان پوه کړل سي.