په افغانستان کې د درملو د مصرف، نسخهلیکنې فعالیتونو او د عامه روغتیا اړونده ننګونو ته کتنه
کلیدي کلیمې: د درملو برابرول، روغتیايیننګونې، هرات، اساسي درمل، حل لارې.
نهضت الله ساپی
لنډيز
دا علمي څېړنه په افغانستان کې د درملو د مصرف، نسخهليکنې فعالیتونو او د عامې روغتیا اړونده ننګونو د ارزونې او تحليل لپاره ترسره شوې ده. د څېړنې موخه دا ده چې د درملو د بازار حالت، د نسخهليکنې سیسټم، او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او لاسرسي ستونزې په علمي او مستند ډول وڅېړي. د څېړنې معلومات د ثبوت پر بنسټ له علمي مقالو، نړيوالو روغتیايي راپورونو، او د روغتیايي ادارو له اسنادو څخه راټول شوي دي. د څېړنې پایلې څرګندوي چې په افغانستان کې د درملو زیاتره استعمال د ناروغانو پر واقعي اړتیاوو پر ځای له نسخې پرته، غیر معیاري او د بازار پر غوښتنه ولاړ وي. همدارنګه، د نسخهليکنې فعالیتونه له مسلکي اصولو لرې او له تخصصي معیارونو سره په ټکر کې دي. دا حالت د ناسمو درملو د کارونې، مقاومو ناروغیو، او د ناروغانو د اقتصادي زیانونو لامل ګرځېدلی دی. څېړنه همدارنګه د عامې روغتیا په برخه کې نورې جدي ستونزې لکه د وړیا روغتیايي خدمتونو نشتوالی، د روغتیايي کادرونو کمزوری مسلکي ظرفیت، د درملو د کیفیت ټیټوالی، او د عامه پوهاوي کموالی روښانه کوي. څېړنه سپارښتنه کوي چې د درملو د معیاري نسخهليکنې یو ملي سیستم رامنځ ته شي، د عامه پوهاوي د لوړولو پروګرامونه پراخ شي، او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ همغږي او د نړيوالو روغتیايي معیارونو پلي کول جدي ونیول شي. دا څېړنه کولی شي د روغتیايي پالیسۍ جوړوونکو، څېړونکو او مسلکي کارپوهانو لپاره د علمي تحلیل او پالیسي جوړونې یو بنسټیز سند وي.